
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست لهخوا د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم بلاک ترمنځ پر نښلوونکي سړک د ترافیکي کرښو د اچولو چارې ترسره شوې.
یاد نښلوونکی سړک چې،۲۸۵۰ متره اوږدوالی، ۳۰ او ۴۰ متره سور لري، د یادو بلاکونو ترمنځ د تګ راتګ له مهمو نښلوونکو سړکونو څخه ګڼل کېږي.
دغه سړک د ترافیکي بهیر په تنظیم، د ګڼې ګوڼې په کمښت او ښاریانو ته د تګ راتګ د آسانتیا وو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
کابل ښاروالۍ د ترافیکي بهیر د لا ښه تنظیم، د تګ راتګ لیکو د جلاوالي، د سړکونو د خوندیتوب د زیاتوالي او د ښاري سیمو د ښکلا په موخه، د ښار پر سړکونو ترافیکي کرښې اچوي.
خو لیدل کېږي چې، یو شمېر موټر چلوونکي د ترافیکي اصولو او مقرراتو خلاف خپل موټرونه پر دغو ترافیکي کرښو چلوي، چې له امله یې رنګ ژر له منځه ځي، د کرښو روڼتیا کمېږي او د ترافیکي نښو اغېزمنتیا راټیټېږي.
له ټولو درنو موټر چلوونکو غوښتنه کېږي چې، د ترافیکي اصولو په رعایتولو سره د خپلو موټرو له ټایرونو څخه پر دغو کرښو له تېرېدو ډډه وکړي، ځکه د دغو کرښو ساتنه، د ترافیکي نظم په ښه تنظیم، د سړکونو د خوندیتوب په زیاتوالي او د ترافیکي پېښو په کمښت کې اغېزمنه ده.
دغه راز ټاکل شوې چې، په راتلونکو ورځو کې د ښار پر یو شمېر نورو سړکونو هم ترافیکي کرښې واچول شي. کابل ښاروالۍ له ټولو درنو ښاریانو غوښتنه کوي چې، له سړکونو څخه په سمه توګه په ګټې اخیستنې او د ښاري تاسیساتو په ساتنې سره، د ترافیکي نظم د ښه والي او د ښار د ښکلا په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
پاتې دې نه وي چې، د دغه سړک جدولونه هم رنګ شوي دي.
د احمدشاه بابا مېنې د ۱۳م،۱۴م او ۱۵م بلاک ترمنځ پر نښلوونکي سړک ترافیکي کرښې واچول شوې


