الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په سلیمان‌خېلو سیمه کې د فرعي سړک کانکریټ‌ چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له‌ خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوولسمې ناحیې اړوند د ۴۷م ګذر په سلیمان‌خېلو سیمه کې د ۶۶۵ مترو په اوږدوالي او ۷ متره سور سره د یوه فرعي سړک کانکریټ‌ چارې روانې دي او تمه ده چې دغه پروژه په راتلونکو لسو ورځو کې، ان‌شاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سیمې اوسېدونکي وایي: په تېرو کلونو کې د دغه سړک د خرابوالي له امله د دوی د تګ‌ راتګ پر وړاندې ګڼې ستونزې رامنځته شوې وې چې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به هوارې شي.
کابل ښاروالۍ د ورته پروژو په پلي کولو سره غواړي چې، د ښار د سړکونو او فرعي لارو وضعیت ښه او ښاري خدمتونو او اسانتیاوو ته د ښاریانو د لاسرسي کچه لوړه کړي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.