
د کابل ښاروالۍ له خوا د عامه شتمنو د ساتنې پروژو په چوکاټ کې، د عامې روغتیا له څلورلارې څخه د هوايي ډګر تر څلورلارې پورې د پلیو لارو د ګټارو د نصبولو چارې روانې دي.
دغه کټارې چې، په ټولیزه توګه ۴۵۸۰ متره اوږدوالی، ۱.۲ متره لوړوالی لري، د پلیو تګ کوونکو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه نصبېږي. همدا راز د یاد سړک پلې لارې به د ۲٬۴۴۷ مترو په اوږدوالي او ۶ مترو په سور سره په ډبرو فرش شي.
د پلیو لارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول او کرښو تازه کول هغه پروژې دي چې، د ښاري نظم په ښه والي، خوندیتوب او د پلیو تګ کوونکو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د معیاري پروژو په پلي کولو سره د ښاریانو لپاره د خوندي تګ راتګ زمینه برابره او د ښاري زیربناوو د پراختیا او د ښار د منظرې د ښه والي په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د هوايي ډګر سړک د پلیو لارو د اوسپنیزو کټارو د نصبولو چارې روانې دي
9 سنبله 1405


