الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل–جلال‌اباد سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا له پکتیا کوټ سیمې څخه تر تنګي غارو پورې د کابل–جلال‌آباد سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې چې دغه پروژه، ان‌شاءالله په راتلونکي یو کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، ۲۹۳. ۱۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د ګلدانونو، پلیو لارو، لښتیو، د بایسکل چلولو لیکو، تم ځایونو، په سړک د کرښو اچولو او د څراغونو نصبولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د کابل- جلال آباد سړک چې، د کابل ښار له مهمو ترانزیتي لارو څخه شمېرل کېږي، په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د اقتصادي فعالیتونو ودې ته به زمینه برابره شي.