الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې په ۴۳م ګذر کې د فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوې خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوولسمې ناحیې د ۴۳م ګذر اړوند په شریف‌آباد سیمه کې د یوه فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي. ټاکل شوې چې دغه پروژه، ان‌شاءالله، په راتلونکو ۲۰ ورځو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې ۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶.۱۰ متره سور لري، د لښتیو جوړول هم پکې شامل دي. د دې سړک په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او یو شمېر آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.
دغه راز په دې پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.