
د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له خوا او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ، د ناحیو کارکوونکو ته د ودانیز جواز د برېښنايي سیستم د کارونې د څرنګوالي په موخه، روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې په پلاني او غیرپلاني سیمو کې د برېښنايي سیستم له لارې د ودانیز جواز د صادرولو هغه بهیر چې، په دې وروستیو کې جوړ او عیار شوی، په تفصیل سره تشریح شو او د ناحیو کارکوونکو ته د یاد سیستم د کارونې په اړه لازم معلومات وړاندې شول.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د سیستم جوړونې آمر بشیر احمد مبشر وویل: په دغه روزنیز ورکشاپ کې د برېښنايي سیستم د کارونې او د ودانیز جواز د پړاوونو څرنګوالی د ناحیو کارکوونکو ته تشریح شو.
نوموړي زیاته کړه، د اصلاحاتو په پلي کېدو سره پېچلي اداري پړاوونه کم شوي او د ودانیز جواز د صادرولو پرولړۍ ساده شوې ده، څو ښاروندان وکولای شي په آسانه توګه خپل ودانیز جواز ترلاسه او د ودانیو د جوړولو چارې پیل کړي.
د نوموړي په وینا، د ځانګړو اصولو، لارښوونو او کړنلارو په پام کې نیولو سره به ښاري خدمتونه چټک او اداري روڼتیا نوره هم زیاته شي.
دغه راز مبشر وویل، د ودانیز جواز د صادرولو په بهیر کې رامنځته شوي اصلاحات د دې لپاره ترسره شوي، چې د کابل ښاروالۍ په ادارو کې د سندونو د اداري پړاوونو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي؛ څو ښاروندان په ډاډه زړه د ودانیزو چارو په برخه کې پانګونه وکړي او د مناسبو استوګنځایونو ته د لاسرسي زمینه هم برابره شي.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې په پلاني او غیرپلاني سیمو کې د ودانیز جواز د صادرولو پړاوونه هم په تفصیل سره تشریح شول.
ورته مهال ګډونوالو د داشان روزنیزو ورکشاپونو جوړول ګټور وبلل او ژمنه یې وکړه چې، د برېښنايي سیستم له لارې د ودانیز جواز د صادرولو د بهیر د عملي کولو په برخه کې به هر اړخیزه مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې، ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ودانیز جواز د صادرولو پړاوونه په دې وروستیو کې د چارو ادارې او کابل ښاروالۍ له خوا لنډ، ساده او د عملي کېدو وړ ګرځول شوي دي.
د ودانیز جواز د برېښنايي سیستم د کارونې څرنګوالی د ناحیو کارکوونکو ته تشریح شو
11 سنبله 1405


