الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د درېیو استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې پیل شوې

11 سنبله 1405


کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د مناسبو استوګنځيو د برابرولو، له ځمکې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د معیاري ښاري پراختیا په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال‌خان مېنې په (ج) برخه کې د ۳۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت د درې استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري پلانونو د طرحې او تطبیق ریاست د طرحې پر بنسټ، په دې پروژه کې د درې لس‌پوړیزو استوګنیزو بلاکونو جوړول شامل دي چې، هر بلاک به د تهکوۍ په ګډون د ۸۰۰ متر مربع په مساحت سره جوړ شي.
د یادو بلاکونو په هر پوړ کې څلور، څلور‌خونې لرونکي آپارتمانونه، له اړینو امکاناتو او تجهیزاتو سره په پام کې نیول شوي دي. دغه راز د دغو بلاکونو دوه لومړي پوړونه سوداګریزو فعالیتونو او لاندینی پوړ به یې د وسایطو د پارکینګ لپاره ځانګړي شوي دي.
ټاکل شوې چې دغه پروژه په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې د استوګنو د هوساینې لپاره د اړتیا وړ آسانتیاوې، لکه لفټ، ښاري برېښنا، د لمریز برښنا سیستم، د اور وژنې سیستم، زرغونې سیمې، پلي‌لارې، د وسایطو پارکینګ او نور بنسټیز ښاري خدمتونه هم په پام کې نیول شوي دي.
د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران به د کیفیت د تضمین او د چارو د چټکتیا په موخه، د پروژې له ټولو پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.
کابل ښاروالۍ هوډ لري چې، د نوې او معاصرې طریقې په کارولو سره به په نورو ناحیو کې هم ورته پروژې طرحه او پلې کړي، څو د مناسبو استوګنځایونو د برابرولو، له ځمکې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او په پلاني د غیرپلاني سیمو بدلولو ته زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې ۹۶ استوګنیز آپارتمانونه په پام کې نیول شوي دي.