
د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د شلمې ناحیې اړوند له چهل دختران سیمې څخه د کابل- لوګر تر لویې لارې پورې د ګلباغ سړک د څلورمې برخې قیر چارې پیل شوې.
دا سړک د ۲۴۲۲ مترو په اوږدوالي او د ۳۳ مترو په سور سره د لښتیو، پُل ګوټو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
مسئولین وايي چې، اوس مهال د یاد سړک د یو کیلو متر برخې قیر چارې تر لاس لاندې دي او هڅه کېږي چې، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او د ښاریانو پرمخ پرانیستل شي.
د ګلباغ سړک د څلورمې برخې جوړول د کابل ښاروالۍ یوه مهمه زېربنايي پروژه ده چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او ورسره جوخت به د ورڅېرمه سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
د ګلباغ سړک د څلورمې برخې قیر چارې پیل شوې


