الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د دویمې برخې لومړۍ طبقه قیرچارې بشپړې شوې


د ګلباغ سړک د دویمې برخې لومړۍ طبقه قیر چارې د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړې او ټاکل شوې چې دغه برخه د اړینو پړاوونو تر بشپړېدو وروسته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
یاد سړک چې د۲٬۳۹۶ مترو په اوږدوالي او ۳۳ متره سور سره له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې غځېدلی، د کابل ښاروالۍ له خوا د پرمختللو ښاري معیارونو له مخې طرحه شوی دی.
د دې سړک د جوړولو چارې د پلان له مخې روانې دي او هڅه کېږي چې، د دویمې طبقه قیرچارې د پاتې نورو برخو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
د دې مهمې زېربنایي پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.