
د کابل ښاروالۍ له خوا د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په سیمه کې د ۵۴۰۰ مترو په اوږدوالي او ۶ متره سور سره د پشهیي درې د سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې چې ډېر ژر یې کانکریټ چارې هم پیل شي.
ټاکل شوې چې دغه پروژه د تخنیکي معیارونو مطابق د روان کال په ترڅ کې، انشاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پشهیي دره د کابل ښار له نسبتاً لرې پرتو سیمو څخه ده چې، اوسېدونکي یې په تېرو کلونو کې د معیاري آسانتیاوو له کمښت او د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ وو.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به ښاري خدمتونو ته د سیمې د اوسېدونکو لاسرسی آسانه او د خوندي ګ راتګ زمینه هم برابره شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي، د دې پروژې پلي کول د ښار د بېلابېلو سیمو د متوازنې پرمختیا لپاره د یادې ادارې د پراختیايي برنامو یوه برخه ده.
هڅه کېږي چې ښاري خدمتونه او بنسټیزې پروژې هغو سیمو ته هم وغځول شي چې، تر دې وړاندې له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې وو.
د یادونې ده چې، په دې پروژه کې د لښتیو او استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي.
د څوارلسمې ناحیې اړوند د پشهیي درې د سړک جوړولو چارې روانې دي


