الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قصبې په سیمه کې د زرغون کمربند د خړوبولو حشر ترسره شو


د ونو د وچېدو د مخنیوي او د زرغونوسیمو د ساتنې د کلتور د پیاوړتیا په موخه، د هوایي ډګر شمال لوري ته (قصبه) د زرغون کمربند په پروژه کې د ونو د خړوبولو حشر، د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو او د دغې ناحیې د یو شمېر تنظیفي خدمتونو د شرکتونو په مرسته ترسره شو.
د پنځلسمې ناحیې رئیس مفتي روح‌ الله عثماني، د دې حشر له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ونو او زرغونو سیمو ساتنه یوازې د یوې ادارې دنده نه ده، بلکې یو ګډ ملي، دیني او ښاري مسئولیت دی.
نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې، د ونو او نیالګیو په خړوبولو او ساتنه کې فعاله ونډه واخلي، څو د ښار د زرغونو سیمو په ساتنه او پراختیا کې خپله ونډه ادا کړي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست هم د زرغونو سیمو د پراختیا، خړوبولو او ساتنې د برنامو پر دوام ټینګار کوي او د دغو برنامود بریالیتوب لپاره د ښاریانو او خصوصي بنسټونو مرسته مهمه بولي.
زرغونې سیمې د هوا د کیفیت په ښه کولو، د ککړتیا په کمښت، د ښاري چاپېریال په ښکلا او د یوه سالم چاپېریال په رامنځته کولو کې مهم رول لري، له همدې امله،د ونو ساتنه او د زرغونو سیمو پالنه د راتلونکو نسلونو لپاره د یوه پاک، زرغون او سالم ښار د رامنځته کولو په موخه یو اغېزناک ګام دی.