
د کابل ښاروالۍ د هڅو په پایله کې د د هبوري له شه-ید څلورلارې څخه د پوهنتون تر وروستي تمځای او پر دوام یې د سیلو تر سړک پورې د سړک قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی دی چې، ورسره جوخت د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.
اوس مهال له دهبوري څلورلارې څخه د پوهنتون تر وروستي تم ځای پورې د سړک د یوې برخې د جوړولو چارې روانې دي او ډېر ژر به قیر کولو ته چمتو شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي چې، چارې به یې انشاءالله د روان کال په ترڅ کې بشپړې شي.
یاد سړک د یوې اغیزمنې نښلوونکې لارې په توګه، د ورڅېرمه سیمو په سړکونو کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمښت کې مهم رول لري.
د یادولو وړ ده چې، دغه سړک د ۱۹۱۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ او ۴۰ مترو په سور سره طرحه شوی دی.
د دهبوري له شه-ید څلورلارې د سیلو تر سړک پورې د سړک په جوړېدو او پراخېدو سره تګ راتګ آسانه شوی دی


