
د کابل ـ جلالاباد سړک د لومړۍ برخې په اوږدو کې، له مکروریان څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې د سړک د پاتې بنسټیزو برخود جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، دغه پروژه د روان کال په ترڅ کې، انشاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، له مکروریان څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ سیمې پورې ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د پخوانۍ برخې دواړه غاړې یې د ۲۲ متره په سور له سره جوړېږي.
تر اوسه د دې سړک شپږ کیلومتره برخه په دوو لیکو کې قیر شوې ده او هممهاله یې د پاتې برخو د جوړولو چارې هم روانې دي، څو هغه هم قیر کولوته چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او تمځایونو جوړول، د څراغونو نصبول په سړک د کرښو اچول او د نورو ښاري تأسیساتو جوړول هم شامل دي.
د دې پروژې له ټولو پړاوونو څخه د کابل ښاروالۍ د برنانو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه تخنیکي څارنې ترسره کوي، څو د ټاکل شویو معیارونو له مخې د سړک کیفیت، ټینګښت او دوام تضمین شي.
د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار یوه له مهمو نښلوونکو لارو څخه په معیاري ډول پراخه شي، چې ورسره جوخت به د تګ راتګ آسانتیا، د ترافیکي بهیر ښه والي او د کابل ـ جلالاباد سړک ته به د ښاریانو د لاسرسي زمینه برابره شي.
د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې د سړک د بنسټیزو برخو جوړولو چارې دوام لري


