الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې–بګراميو نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې له دویم بلاک څخه د بګراميو تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي چې دغه سړک د روان کال په ترڅ کې، ان‌شاءالله، جوړ او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۱.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او د استنادي دېوالونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې نوي سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د احمدشاه بابا مېنې او بګرامیو ترمنځ اړیکې پیاوړې او بله خوا به د ملالۍ (بت‌خاک) څلورلارې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت سربېره، ښاریانو ته د چټک، آسانه او منظم تګ راتګ زمینه هم برابره شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه د دې پروژې د پلي کېدو بهیر له نږدې څاري، څو یې ټول کاري پړاوونه د تخنیکي ځانګړتیاوو مطابق، ټاکل شویو معیارونو او په ټاکلي وخت ترسره شي.