الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل–جلال‌آباد تر سړک پورې د بګرامیو–لته‌ بند سړک د لومړۍ برخې قیر چارې پیل شوې

د یوویشتمې ناحیې اړوند د کابل–جلال‌آباد تر سړک پورې د بګرامیو–لته‌ بند سړک د لومړۍ برخې قیرچارې د بنسټیزو برخو تر جوړولو وروسته پیل شوې.
دغه سړک چې، ۳٬۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د کابل ښاروالۍ له مهمو زیربنایي پروژو څخه ګڼل کېږي. د دې سړک له ټول اوږدوالي څخه ۲٬۱۵۰ متره برخه په یوه اصلي او یوه فرعي لیکه کې قیر کولو ته چمتو شوې ده. هم‌مهاله د یاد سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې هم روانې دي، څو دغه پروژه د روان کال په ترڅ کې، ان‌شاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې د یوه لوی پله او څو پلچکونو، د ۷٬۰۰۰ متر مربع استنادي دېوالونو، لښتيو، پلیولارو، ګلدانونو او تمځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل–جلال‌آباد تر سړک پورې د بګرامیو–لته‌ بند سړک د کابل ښار له مهمو او ستراتېژیکو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د جوړولو چارې یې په دوو برخو کې ترسره کېږي. د لومړۍ برخې د قیر اچونې له پیل سره هم‌مهاله، د دویمې برخې د جوړولو چارې هم روانې دي. د دغو دواړو برخو په جوړېدو سره به له یوې خوا د ښاریانو په تګ راتګ کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د ترافیکي ګڼه‌ ګوڼې د کمښت سربېره، د ښار سوېل‌ ختیځ زون له نورو سیمو سره ونښلول شي.
دغه سړک به د یوه مهم اقتصادي دهلېز په توګه، د ترانسپورتي بهیر په ښه والي، د توکو د لېږد په آسانتیا او د ښار په دې برخه کې د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې هم اغېزناک رول ولوبوي.