الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د دویمې برخې دویمه طبقه قیر چارې دوام لري


د ګلباغ سړک د دویمې برخې دویمه طبقه د قیر چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره دوام لري او ټاکل شوې چې، دغه برخه به ډېر ژر بشپړه او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د ګلباغ سړک چې له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې، ۲٬۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د ښاري معیارونو له مخې طرحه شوی دی.
دغه راز د ګلباغ دویم پل چې، کانکریټ یې د معیاري کلکوالي تر کچې د رسېدو لپاره اړینه موده تېره کړه، د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوی دی.
د ګلباغ دویم پل د کابل سیند د پاسه، د اوومې او شلمې ناحیې پر ګډه پوله، د ۲۶ مترو په اوږدوالي او ۲۲ مترو په سور طرحه او د ۴۰ میخي ستنو په کارولو سره ، د فني او تخنیکي معیارونو مطابق په اساسي توګه جوړ شوی دی.
د ګلباغ د سړک او پله د پاتې چارو په بشپړېدو سره به، له یوې خوا د وسایطو او ښاریانو په تګ راتګ کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به په دې سړک کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.