الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل په لوېدیځ اقتصادي دهلېز کې د ۷ کیلومتره سړک د جوړولو چارې روانې دي


د څوارلسمې ناحیې اړوند د قلعه حیدرخان په سیمه کې د کابل–کندهار د سړک د هغې برخې د جوړولو چارې چې، د کمپنۍ له پل څخه تر ګچ فابریکې پورې غځېدلی دی، د لوېدیځ زون د اقتصادي دهلېز د پراختیا په چوکاټ کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په چټکۍ سره روانې دي.
د دې سړک ودانیزې چارې په هم‌مهاله توګه په دوو استقامتونو کې پر مخ وړل کېږي او بېلابېلې برخې یې د کاري پلان او تخنیکي معیارونو له مخې د جوړېدو په حال کې دي. دغه سړک چې، ۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د کابل ښار د سړکونو د شبکې د پراختیا او ښه والي په برخه کې له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د سړک بنسټیز تأسیسات او زیربناوې د ښاري او تخنیکي معیارونو له مخې په پام کې نیول شوې دي او ټاکل شوې چې، د جوړولو چارې یې د یوه کال په موده کې ان‌شاءالله، بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل ښار لوېدیځې برخې د کابل–کندهار له لویې لارې سره و نښلول شي او بله خوا به لېږدونکو وسایطو ته د منظم او چټک تګ راتګ زمینه برابره شي. دغه سړک به د شته لارو د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د هېواد د لوېدیځو او سویلي برخو او همدا رنګه د کابل ښار ترمنځ د مسافر وړونکو او ترانزیټي وسایطو د تګ راتګ په آسانتیا کې اغېزمن رول ولري.
د دې پروژې بشپړېدل به د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کولو ترڅنګ، بېلابېلو سیمو ته د لاسرسي په ښه والي، د توکو د لېږد په آسانتیا، د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو په پیاوړتیا او د متوازنې ښاري پراختیا په رامنځته کولو کې هم مهم رول ولوبوي.