الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د حسن خان پله د اساسي جوړولو چارې پیل شوې


د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د حسن خان پل د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې.
ټاکل شوې چې دغه پل د ۳۰ مترو په اوږدوالي، ۲۱ مترو سور او د ۴۰ میخي پایو په کارولو سره، په اساسي توګه د روان کال په ترڅ کې، ان‌شاءالله، جوړ شي.
د دغه پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د ده‌ دانا، چهلستون او د ورڅېرمه سیمو په سړکونو کې د وسایطو او ښاریانو په تګ راتګ کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته اوبله خوا به ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
د یادونې وړ ده چې، د علاءالدین درې لارې–تخنیکم نښلوونکي سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره، د ۲۸ مترو په اوږدوالي او ۱۸،۴ متره سور سره یو اساسي پل هم د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا جوړ شوی دی.
دغه پل د کانکریټ د معیاري کلکوالي لپاره د اړینې مودې له تېرېدو وروسته، د ګټې اخیستنې لپاره پرانیستل شوی دی. یاد پل به د حسن خان پله ترڅنګ، د یوه بدیلې لارې په توګه، په دې سیمو کې د ترافیکي بهیر په ښه والي او د وسایطو د تګ راتګ په آسانتیا کې مهم رول ولوبوي.
د معیاري پلونو جوړول او د بدیلو لارو رامنځته کول، د کابل ښاروالۍ له مهمو برنامو څخه دي، چې موخه یې د ښاري ترانسپورتي شبکې پیاوړتیا، د ترافیکي بهیر ښه والی او ښاریانو ته د لا ډېروآسانتیاوو برابرول دي.