الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل - پروان تر سړک پورې د منشي میرغلام سړک د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري


د منشي میرغلام له سیمې څخه د کابل– پروان تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او ټاکل شوې چې، دغه پروژه، ان‌شاءالله، د نږدې یوه کال په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې چې، د ۴۰۴۹ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره طرحه شوې ده. د لښتیو، پلیو لارو، استنادي دېوالونو او پُل ګوټو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
یاد سړک چې، د هزاره‌ بغل سړک په دوام جوړېږي، د خیرخانې کوتل د یوې بدیلې لارې په توګه به د ترافیکي بهیر په ښه والي او په یاده سیمه کې د ګڼه ‌ګوڼې په کمښت کې مهم رول ولري.
همدا راز د دې سړک جوړول به له یوې هغو هېوادوالو ته چې، له شمالي ولایتونو څخه د هېواد ختیځو ولایتونو ته سفر کوي، د لنډې او مناسبې لارې زمینه برابره او بله خوا به د سفر د وخت په کمښت او د تګ ‌راتګ د آسانتیا په رامنځته کېدو کې اغیزمن تمام شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکي ته د ګڼو ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو د رامنځته کېدو سربېره، د کابل په شمالي سیمو کې د اقتصادي فعالیتونو ودې ته زمینه هم برابره شي.