د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلالآباد له سړک څخه تر صنعتي پارکونو او په دوام یې د کابل ـ بګرام ترسړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پروژه ۵۰ سلنه پرمخ تللې او هڅه کېږي چې، دغه سړک په نږدې راتلونکي کې قیرکولو ته چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې زیربنایي پروژه کې چې،۳۵۵۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د ۶۳۱ مترو په اوږدوالي د یوه کانال، د ۱۴۸ او ۴۸ مترو په اوږدوالي د دوو پلچکونو، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دغه سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار د ختیځو او شمالختیځو سیمو ترمنځ نښلوونکې اړیکې پیاوړې او د ښاریانو لپاره به د تګ راتګ آسانتیاوې زیاتې شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه سړک به په یادو سیمو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د وسایطو د تګ راتګ د بهیر په ښه تنظیم کې اغېزمن رول ولري.
د کابل ـ جلالآباد او کابل ـ بګرام نښلوونکي سړک د جوړولو پروژه ۵۰ سلنه پرمختګ لري


