الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نوي ښار په ختیځه برخه کې د فرعي سړکونو د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا د لسمې ناحیې اړوند د نوي ښار په ختیځه برخه کې د ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو نښلوونکو سړکونو د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میراحمن ناصري وویل چې، دغه سړکونه به په ټولیزه توګه د یو زر او ۳۵۰ مترو په اوږدوالي او له ۶ څخه تر ۸ مترو په سور سره د شپږو میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي.
د نوموړي په وینا؛ په دې پروژه کې د لښتیو او پلیو لارو جوړول هم شامل دي چې، له ټولو کاري پړاوونو څخه به یې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له خوا تخنیکي او فني څارنې ترسره شي.
ورته مهال د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري د دې پروژې له پیل خوښي وښوده او ویې ویل چې، د دغو سړکونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د ښار په دې برخه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د اقتصادي فعالیتونو ودې ته زمینه هم برابره شي.