
د کابل ښاروالۍ له خوا د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې له ده عربانو سیمې څخه د کمپنۍ څلورلارې تر موټر پلورنځیو پورې د ۲۷۱۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰، ۳۰ او ۴۰ مترو په سور سره د نوي سړک د جوړولو چارې روانې دي.
په دې پروژه کې د ۱۱۹۵ مترو په اوږدوالي د یوه کانال، پُل ګوټو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د پغمان پخوانی سړک د خواجه مسافر له سړک سره ونښلول شي او بله خوا به د اقتصادي فعالیتونو د ودې سربېره، ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه سړک به د ۹ میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري توګه جوړ شي.
د قرغې له ده عربانو څخه د کمپنۍ تر څلورې لارې پورې د نوي سړک د جوړولو چارې روانې دي


