
د ابنسینا روغتون له څېرمه تر نجات څلي پورې د ۲ زره او ۳۵۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ مترو په سور سره د باغ قاضي سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، دغه پروژه د روان کال په ترڅ کې، انشاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې د معیاري لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د سوداګریزو، خدماتي او روغتیايي مرکزونو فعالیت کوونکو ته د آسانه تګ راتګ زمینه برابره شي.
همدا راز دغه سړک به له یوې خوا د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او ترانسپورتي آسانتیاوو ته د ښاریانو د لاس رسي په برخه کې اغیزمن رول ولوبوي او بله خوا به د سیمې ښکلا لا ډېره او د اقتصادي فعالیتونو ودې ته زمینه هم برابره شي.
له ابن سینا روغتون څخه تر نجات څلي پورې د باغ قاضي سړک د جوړولو چارې روانې دي


