الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګراميو پورې د سړک جوړولو چارې۷۰ سلنه پرمخ تللې دي

د اتمې ناحیې اړوند له ستانکزي څلورلارې څخه د بګراميو تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي او هڅې روانې دي، څو دغه پروژه تر راتلونکو دوو میاشتو پورې ان‌شاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ۲.۵۳۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولولیکو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د پروژې د پلی کېدو بهیر په دوامداره توګه له تخنیکي پلوه څاري، څو پروژه د ټاکل شویو معیارونو مطابق، په غوره کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړه شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ستانکزي څلورلارې او بګرامیو سړک ترمنځ تګ‌ راتګ آسانه او ښاریانو ته به ګڼې ترانسپورتي او سیمه ییزې آسانتیاوې رامنځته شي.