الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

تر منشي میر غلام سیمې پورې د هزاره بغل نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري


د یولسمې او اولسمې ناحیې اړوند له ۳۱۵ سیمې څخه تر منشي میر غلام ښارګوټي پورې د هزاره بغل نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري.
دغه پروژه چې ۲۶۳۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د کابل په شمالي زون کې له مهمو زېربنايي پروژو څخه ګڼل کېږي. د دې پروژې په چوکاټ کې د لښتیو، پلیو لارو، استنادي دېوالونو او پُل ګوټو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
دا چې یاد سړک له یوې غرنۍ سیمه څخه تېرېږي نو ودانیز فعالیتونه پکې پراخ شوي او کاري بهیر یې په منظمه توګه روان دی. اټکل کېږي چې، دغه پروژه به ان‌شاءالله تر راتلونکي یوه کال پورې بشپړه او ورسره جوخت به د ښار په شمالي سیمو کې د تګ ‌راتګ پر وړاندې د شته ستونزو د کمښت سربېره، په اوولسمه او یولسمه ناحیه کې د اقتصادي فعالیتونو ودې ته زمینه برابره شي.
د دې سړک جوړول د یوې نوې او معیاري لارې د رامنځته کولو ترڅنګ، د کابل په شمال کې د مواصلاتي شبکې د پراختیا او د ښاریانو د تګ‌ راتګ د اسانتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.