الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري زېربناوو د ښه والي په موخه، د شیوه کي سړک او کانال د جوړولو چارې روانې دي

د اتمې ناحیې اړوند د کابل– لوګر سړک په اوږدو کې له بینی‌حصار سیمې څخه د شیوه کي تر پله پورې د یوه لوی کانال په ګډون د سړک جوړولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د ۳۰۸۵ مترو په اوږدوالي او له ۱۲ څخه تر ۱۵ مترو سور سره سړک او دغه راز د ۶۲۸. ۲ مترو په اوږدوالي، له ۱.۲ څخه تر ۳ مترو سور او له ۱.۵ څخه تر ۳.۵ مترو پورې ژور والي سره د یوه لوی کانال جوړول شامل دي چې، تر اوسه یې د جوړولو چارې۲۰ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې چې دغه پروژه د روان کال په ترڅ کې په اساسي او معیاري توګه بشپړه شي. د چارواکو په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سطحي اوبو مدیریت ښه، چاپېریالي ستونزې به کمې او په سیمه کې به د خلکو تګ‌راتګ آسانه شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژې کې د یوه لښتي، ۲۶ پلچکونو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول هم شامل دي.