
د ترافیکي نظم د رامنځته کولو او ښاري ښکلا د ښه والي په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د دویمې ناحیې اړوند، د زنبق له څلورلارې څخه تر ملکاصغر څلورلارې پورې د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د ترافیکي کرښو د اچولو چارې ترسره شوې.
یاد سړک څه موده وړاندې د ۱،۰۱۲ مترو په اوږدوالي او ۱۲،۵ مترو په سور بیارغول شوی ؤ چې، په لومړي پړاو کې د سړک زیانمنې برخې بیا جوړې او قیر پرې واچول شو.
د دغې پروژې پلي کول، د عامه شتمنیو په ساتنه، د ترافیکي وضعیت په ښه والي او د ښاري تاسیساتو د ویجاړېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.
کابل ښاروالۍ د ترافیکي بهیر د تنظیم، د موټرو د تګ راتګ لیکو د جلاکولو او د ښاریانو لپاره د خوندي تګ راتګ د برابرولو په موخه، د ښار په بېلابېلو سړکونو باندې ترافیکي کرښې اچوي.
کابل ښاروالۍ له درنو موټرچلوونکو غوښتنه کوي چې، د خپلو وسایطو ټایرونه له ترافیکي کرښو (Road Markings) څخه تېر نه کړي؛ ځکه د دغو کرښو ساتنه د ترافیکي بهیر د ښه تنظیم، د سړکونو د خوندیتوب د زیاتوالي او د ترافیکي پېښو د کمښت لپاره مهمه ده.
د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د ترافیکي کرښو د اچولو چارې ترسره شوې


