
د کابل ښاروالۍ له خوا، د شپاړسمې ناحیې اړوند د لومړي مکروریان له پله څخه تر پاچا پله پورې، د کابل سیند په اوږدو کې د سړک جوړولو چارې روانې دي.
دغه سړک چې،۱٬۳۰۰ متره اوږدوالی او ۲۱ متره سور لري، ټاکل شوې چې په ۹ میاشتو کې د تیږو په کارولو سره په معیاري توګه جوړ شي.
په دې پروژه کې د یوه کانال، د ۱۷ او ۱۹ مترو په اوږدوالي او له ۱.۲ څخه تر ۱.۶ مترو سور سره د څلورو پلچکونو، یوه لښتي، د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو او د پلیولارو جوړول او د څراغونونصبول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته، د ترانسپورتي شبکې ظرفیت به لوړ، ترافیکي ستونزې به کمې او په سیمه کې به د ښاري پراختیا بهیر لا پیاوړی شي.
د لومړي مکروریان له پله څخه تر پاچا پله پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


