الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دپشه یي درې د ۵۴۰۰ متره سړک د جوړولو چارې روانې دي

د ښاري سړکونو شبکې ته د ښاریانو د لاس راسي په موخه، د څوارلسمې ناحیې اړوند د پشه‌یي درې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
په دې پروژه کې چې، د کابل ښاروالۍ له خوا د ۵۴۰۰ مترو په اوږدوالي او شپږ مترو سور سره پلې کېږي، د لښتیو او استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي.
پشه‌یي دره د کابل ښار له نسبتاً لرې پرتو سیمو څخه ده، چې اوسېدونکي یې په تېرو کلونو کې د تګ راتګ له ستونزو او د معیاري زیربناوو له کمښت سره مخ وو.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکو او نورو هېوادوالو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به ښاري خدمتونو او ورڅېرمه سیموته د لاسرسي زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، د دې پروژې پلي کول د ښاري زیربناوو د متوازنې پراختیا په موخه، د دې خدماتي ادارې د پراختیايي برنامو یوه برخه ده. دغه راز هڅه کېږي چې ښاري امکانات او نور خدمتونه هغو سیمو ته هم وغځول شي چې، په تېرو وختونو کې له معیاري زیربناوو څخه بې برخې پاتې شوې دي.
ټاکل شوې چې، د دغه سړک د جوړولو چارې د روان کال تر پایه، ان‌شاءالله، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. تمه ده چې د یاد سړک جوړېدل به د ترانسپورټي ستونزو په کمښتو او د پشه‌یي درې د اوسېدونکو د ژوند د کیفیت په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.