الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پل‌ سرخ څخه ترعلاءالدین درې لارې د سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې دوام لري


د شپږمې ناحیې اړوند د پل‌سرخ له سیمې څخه تر علاءالدین درې لارې پورې د سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي او هڅې کېږي چې هر څه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۱،۹۳۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د ۱،۳۲۵ مترو په اوږدوالي، ۲ متروسور او د ۳،۱۲ مترو په ژوروالي یو لوی کانال هم طرح شوی دی.
د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د پل‌ سرخ، کارته‌سه او علاءالدین درې لارې ترمنځ د ښاریانو تګ‌راتګ آسانه او د وسایطو د تګ راتګ ظرفیت به لوړ شي. دغه راز د کانال جوړول به هم په دې سیمه کې د اوبو ډنډ کېدو په کمښت کې اغېزمن رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده چې. په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.