الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېمې برخې دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې دویمه طبقه قیر چارې د تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره پیل شوې.
د یادې پروژې مدیر انجنیر محمد ناصر صمدي په دې اړه وویل: د خیرخانې کوتل سړک درېیمه برخه د ۳ زره ۶۴۷ مترو په اوږدوالي او ۲۷ مترو په سور سره طرحه شوې ده. د نوموړي په وینا؛ له سرای شمالي څخه د کوتل تر سړک پورې د یادې برخې لومړۍ طبقه قیر چارې تر ډېره ترسره شوې دي او یوازې کین خوا ته یې د ۱۲۱۷ مترو په اوږدوالي او۹.۳۰ مترو په سور د یوې برخې پاتې دي، چې هغه هم د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه، یاد سړک په ټولیز ډول درې طبقې قیر چارې لري چې، د دویمې طبقې تر بشپړېدو وروسته به یې درېیمه طبقه هم ترسره شي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست هڅه کوي څو دا پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
د خیرخانې کوتل سړک د هېواد یوه مهمه سوداګریزه لاره ګڼل کېږي چې، هر ورځ پرې زرګونه موټر او مسافر تګ راتګ کوي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا په یاد سړک ترافیکي ګنه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به هېوادوالو ته د خوندي او منظم تګ راتګ زمینه برابره شي.