
د اوومې او شلمې ناحیې اړوند له پډولې څخه تر سنګ نوشتې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ۶۵ پرمخ تللې او هڅه کېږي څو دغه پروژه ان شاءالله د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد سړک په دوو برخو کې جوړېږي چې لومړۍ برخه یې د خوشحال دویم نمبر لېسې له لوېدیځ څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او دویمه برخه یې له همدې ځای څخه تر سنګ نوشتې پورې ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به سوداګریزو او استوګنیزو سیمو ته لاس رسی ښه او د کابل- لوګر سړک ترافیکي بهیر به ووېشل شي.
د یادولو وړ ده چې، په دې پروژه کې د لښتیو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
له پډولې څخه ترسنګ نوشته پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو پروژه ۶۵ سلنه پرمختګ لري


