
د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د پوهنتون تر وروستي تم ځای او پر دوام یې د سیلو تر سړک پورې د سړک د پراختیا پروژه ۷۵ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده چې، ان شاءالله په روان کال کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې ۱۹۱۰ متره اوږدوالی، ۲۰ او ۴۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدنونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
دغه پروژه چې له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سیمو په سړکونو به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
د دهبوري- سیلو د سړک جوړولو پروژه ۷۵ سلنه پرمخ تللې ده


