
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په شه_ید هنګرها څلورلارې کې د انټرچنج د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې. دغه پروژه چې، دوه هوایي پلونه او څلور دایروي رمپونه لري، د نږدې یو میلیارد افغانیو په لګښت پلې کېږي.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبدالحفیظ قانع وایي چې، په دې څلورلارې کې به د «فول کلورلیف» په ډول یو انټرچنج جوړ شي چې، دوه هوایي پلونه، څلور دایروي رمپونه او دواړو خواوو ته به سړکونه ولري او د جوړولو چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د طرحې له مخې، د دې انټرچنج اصلي پُل د قصبې له نوي سړک څخه د سلیم کاروان څلورلارې پر لور جوړېږي چې، د تګ راتګ لپاره به ۱۰ لیکې ولري. دویم نښلوونکی پُل به هم د بي بي مهرو د نوي سړک له خوا د شهید هنګرها څلورلارې په لور د ۳۲۰ مترو په اوږدوالي او ۷ مترو په سور جوړ شي، څو وسایط وکولای شي له دې لارې پرته له درېدو او همسطحه تقاطع څخه تګ راتګ وکړي.
نوموړی زیاتوي چې، دغه انټرچنج په ټولیز ډول ۶۵۴ متره اوږدوالی، ۴۵ متره سور او ۷ متره لوړوالی لري. د دې پروژې په بشپړېدو سره به په سیمه کې ترافیکي ګڼهګوڼه کمه، د ښاریانو تګ راتګ اسانه او د ښاري ترانسپورټي شبکې د لېږد ظرفیت به لوړ شي.
همدا راز د دې هوايي پلونو او دایروي رمپونو په جوړېدو سره به د وسایطو د تګ راتګ ظرفیت د پام وړ لوړ، د سفر وخت او د تېلو لګښت کم او ښاریانو ته به د خوندي، چټک او منظم تګ راتګ زمینه هم برابره شي.
د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۲۴۷ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د کړنلارې او اصولو له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د دا ډول پروژو پلي کېدل د ترافیکي بهیرد ښه والي، د ګڼه ګوڼې د کمښت او د معیاري ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په برخه کې مهم او ګټور ګام بلل کېږي.
په شه_ید هنګرها څلورلارې کې د انټرچنج د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


