الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره‌ کي څلورلارې تل‌لاره قیر کولو ته چمتو شوې ده

د بره‌ کي څلورلارې د تل‌لارې بنسټيزې چارې بشپړې شوې او قیر کولو ته چمتو شوې ده؛ په داسې حال کې چې، د هوايي پله د جوړولو چارې ۷۵ سلنه کاري پرمختګ لري.
د پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام وايي چې، د دې پروژې لومړۍ برخه د نادریې لېسې له لوري د ترافیک څلورلارې پر لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور او ۵.۵ مترو په ژوروالي د تل‌لارې جوړول دي، چې تر اوسه یې چارې ۹۰ سلنه مخته تللې دي.
نوموړي زیاته کړه چې، د پروژې په دویمه برخه کې د دهن‌باغ څلورلارې څخه د دویم پروان څلورلارې پر لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور او ۸ مترو په لوړوالي د هوايي پله جوړول دي.
د هغه په وینا؛ تر اوسه ۱۱۴ له مخکې جوړ شوي ګاډرونه نصب شوي او د ۹۵ نورو ګاډرونو د تولید چارې روانې دي. د دې برخې د جوړولو چارې هم ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي.
د پروژې مدیر وايي، تمه ده چې د تل‌لارې سړک او هوايي پله بنسټیزې چارې د روان کال تر پایه بشپړې او ان‌شاءالله، د ښاریانو پر مخ به پرانیستل شي. یاد هوايي پل دوه د تګ او دوه د راتګ لیکې لري چې، د هم‌سطحه څلورلارې په له منځه وړلو سره به د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې کچه راکمه او د ښاریانو لپاره به د خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار د مرکزي، شمالي او لوېدیځو زونونو ترمنځ ترانسپورتي اړیکې لا پیاوړې شي. دغه پروژه به د ترانسپورټي شبکې په پراختیا، د ترافیکي ستونزو په کمښت او د کابل ښار د ښاري منظرې په ښه والي کې اغېزمن رول ولري.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه د نړیوالو معیارونو مطابق او د ترافیکي بهیر د لا ښه تنظیم په موخه طرحه شوې ده.