الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په پنځم ګذر کې د یوه فرعي سړک او درېیو کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د لسمې ناحیې د پنځم ګذر اړوند د پخواني تایمني په سیمه کې د یوه فرعي سړک او درېیو کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه پروژه په ټولیزه توګه د ۶۰۵ مترو په اوږدوالي او له ۳ تر ۵ مترو په سور سره د لښتیو په ګډون طرحه شوې ده چې، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به ان شاءالله بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د لنډمهاله کاري بوختیاوو زمینه هم برابره شوې ده.