الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دهبوري–سیلو سړک دویمه طبقه قیرچارې د کابل ښاروال په شتون کې پیل شوې


د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د سیلو تر سړک پورې د سړک دویمه طبقه قیر چارې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په شتون کې له اړینو آزمایښتونو او د ودانیزو توکو له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو وروسته، پیل شوې.
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د قیر اچونې د بهیر د پیل پر مهال ټینګار وکړ چې، د کار په ټولو پړاوونو کې باید تخنیکي او مسلکي معیارونه په دقیقه توګه په پام کې ونیول شي. نوموړي له مسئولینو وغوښتل چې، د پروژې د پلي کېدو چارې په غوره کیفیت او لنډه موده کې بشپړې کړي.
په دغه پروژه کې چې، د ۱۹۱۰ مترو په اوږدوالي، د ۲۰ او ۴۰ مترو په سور سره د پلي کېدو په حال کې ده، د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او نور اړین ښاري تاسیسات هم شامل دي.
د دهبوري– سیلو سړک د ښار په دې برخه کې له مهمو نښلوونکو لارو څخه ګڼل کېږي چې، په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ ستونزې هوارې او د ښار د بېلابېلو برخو ترمنځ به د لاغوره لاسرسي په رامنځته کېدو کې اغېزمن رول ولري.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د زېربنايي پروژو په پلي کولو او د سړکونو د شبکې په پراختیا سره، د ښاریانو د تګ راتګ لپاره معیاري، خوندي او مناسبې لارې جوړې کړي.