الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دهن‌ باغ او بره‌ کي څلورلارو ترمنځ د سړک او کانال جوړولو چارې روانې دي

د کابل ښاروالۍ له خوا د دهن‌باغ څلورلارې څخه تر بره‌ کي څلورلارې پورې د سړک جوړولو او پراختیا او دغه راز د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د کانالونو جوړولو چارې په منظم ډول روانې دي.
په دې پروژه کې د ۵۹۴ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور د یوه سړک جوړول شامل دي چې، تر څنګ به یې د دهن‌ باغ څلورلارې څخه تر بره‌ کي څلورلارې پورې د ۵۸۲ مترو په اوږدوالي او له بره‌ کي څلورلارې څخه تر ترافیک څلورلارې پورې د ۳۵۱ مترو په اوږدوالي نښلونکي کانالونه هم په اساسي توګه جوړشي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به په یاده سیمه کې د ترانسپورټي شبکې ظرفیت او کیفیت لوړ، ترافیکي بهیر به آسانه او ښاریانو ته به د خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي.
دغه راز د سطحي اوبو د کانالونو په جوړېدو سره به د باراني اوبو مدیریت ښه او په سیمه کې به د اوبو د ډنډکېدو له امله رامنځته کېدونکې ستونزې کمې شي.
کابل ښاروالۍ د سړک جوړونې او د سطحي اوبو د مدیریت پروژو په هم‌ مهاله پلي کولو سره هڅه کوي چې، له یوې خوا ښاري زېربناوو ته په متوازنه توګه پراختیا ورکړي او بله خوا د ښاري خدمتونو د ښه والي زمینه برابره او د ښار په بېلابېلو سیمو کې معیاري ترانسپورټي شبکه رامنځته کړي.