
د کابل ښاروالۍ له خوا د اتمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند د کارته نو–قلعه زمانخان د نوي نښلوونکي سړک د پاتې برخو قیر چارې، د بسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته د تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره روانې دي.
دا سړک چې، له کارته نو (د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) څخه د قلعه زمانخان تر عمومي سړک پورې، د ۳ زره او ۷۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره طرحه شوی دی، تر اوسه یې د یوې لیکې ۱ زره او ۶۰۰ متره او د بلې لیکې، ۱ زره او ۳۰۰ متره برخه قیر شوې ده او اوس مهال یې د یوې لیکې د پاتې ۱ زره او ۶۰۰ متره برخې قیرچارې تر لاس لاندې دي. دغه راز د یاد سړک د ځینو نورو برخو د جوړولو چارې روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کارته نو سړک له قلعه زمان خان سیمې او پر دوام یې د کابل- جلال آباد له سړک سره ونښلول شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه د دې پروژې له بېلابېلو پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو یې چارې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، استنادي دېوالونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کارته نو–قلعه زمانخان د نوي نښلوونکي سړک قیرچارې دوام لري


