
د مکروریان–پکتیاکوټ سړک د جوړولو چارې دوام لري؛ دا یوه مهمه لار ده چې له بشپړېدو سره به یې د کابل–جلالاباد سړک په معیاري ډول پراخ شي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې د کابل–جلالاباد سړک د پروژې لومړۍ برخه، چې د مکروریان څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې غځېدلې ده، د روان کال په ترڅ کې انشاءالله، بشپړه کړي.
دغه پروژه د ۹ زره او ۳۹۷ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره طرحه شوې ده، چې د سړک دواړه غاړې به، د ۲۲ مترو په سور سره له سره جوړې شي.
تر دې دمه د اساسي طبقو له بشپړېدو وروسته د یاد سړک ۶ کیلومتره برخه په دوو لیکو کې قیر شوې او د پاتې برخو بنسټيزې چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. همدا راز د دې سړک یو کیلومتر نوره برخه په دوو لیکو کې قیر کولو ته چمتو شوې ده.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، د کرښو اچول او ترافیکي نښې هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل- جلال اباد سړک ترافیکي ظرفیت لوړ او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو دا پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او د ترافیکو پرمخ پرانیزي.
د مکروریان–پکتیاکوټ سړک د بشپړېدو لپاره دوامداره هڅې


