الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې د پلان مطابق روانې دي


د شلمې ناحیې اړوند له چرخ آب سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې د کابل- لوګر سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې، د پلان مطابق روانې دي. اوس مهال د یاد سړک د کیندنو، خاورې لېږدولو، هوارولو او د لښتیو جوړولو چارې تر لاس لاندې دي.
دغه سړک چې ۳.۵ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د استنادي دېوالونو، لښتیو، پیلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو اوپه سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د کابل- لوګر سړک دویمه برخه کې د کابل ښاروالۍ یوه مهمو زېربنايي پروژو څخه ده چې، په جوړېدو سره به یې له یوې خوا په سیمه کې ترافیکي وضعیت مثبت بدلون ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د ګڼو آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، د اقتصادي فعالیتونو ودې ته هم زمینه برابره شي.
د کابل- لوګر سړک د کابل په سویل کې یو له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي چې، کابل د هېواد له سویل ختیځو ولایتونو سره نښلوي.
د یادونې ده چې، دغه پروژه به تر راتلونکي نږدې یوه کال پورې ان شاءالله بشپړه شي.