الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یولسمې ناحیې په دویم ګذر کې د فرعي سړکونو کانکرېټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د یولسمې ناحیې د دویم ګذر اړوند په قلعه نجارها سیمه کې د ۴۵۰ مترو په اوږدوالي او ۷.۷ مترو په سور سره د درېیو فرعي سړکونو کانکرېټ چارې روانې دي.
د پروژې د مسئولینو په وینا؛ دغه پوژه تر اوسه ۸۵ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اونۍ پورې بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ترانسپورتي، چاپېریالي او ټولنیزې ستونزې هوارې شي.
پاتې دې نه وي چې، د دې پروژې په پلي کېدو کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته کاري فرصتونه هم رامنځته شوي دي.