
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د خپلو سیمه ییزو څارنو په دوام، د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د سړک جوړونې، پراختیايي او زیربنايي د یو شمېر پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه او د دغو پروژو د عملي چارو د پرمختګ وضعیت یې وارزاوه.
په دې لیدنه کې له ۳۱۵ سیمې څخه تر کابل–پروان سړک پورې د هزارهبغل سړک د لومړۍ او دویمې برخې، د نود و یک فامیليو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د دویمې برخې، د بره کي څلورلارې د ځمکلاندې سړک اوهوایي پله د جوړولو پروژې، د ګلباغ سړک د څلورمې برخې، د کابل–لوګر سړک د دویمې برخې، د باغ قاضي سړک د جوړولو او پراختیا او همدارنګه د نجات څلي په سیمه کې د هوایي پله او دایروي رمپونو د جوړولو پروژې و ارزول شوې.
کابل ښاروال د دغو پروژو د کار کیفیت او د چارو د پرمختګ څرنګوالی وڅېړه او ټینګار یې وکړ چې، ټولې پروژې باید د تخنیکي سندونو او د ودانیزو معیارونو له مخې په دقیقه توګه عملي شي. نوموړي له مسئولینو وغوښتل چې، د پروژو د پلي کېدو پر مهال دې له هر ډول بېپروایۍ څخه ډډه وکړي اوودانیزې چارې دې په چټکتیا او غوره کیفیت پر مخ یوسي.
نوموړي هغه مسئولین چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې یې وړتیا ښودلې وه وستایل او ټینګار یې وکړ چې، د پروژو ټولې چارې باید د ټاکل شوي پلان له مخې په معیاري توګه ترسره شي.
مولوي عبدالرشید وویل: بېکیفیته کار په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی او که ولیدل شي، د اصولو او مقرراتو له مخې به ویجاړاو بېا ځلي به په معیاري ډول اجرا شي.
دغه راز کابل ښاروال اړوندو مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې، له شته امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه واخلي، تخنیکي سندونه په بشپړه توګه مراعات کړي او د کاري ظرفیتونو په لوړولو سره د پروژو د پلي کېدو بهیر چټک کړي، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت او غوره کیفیت بشپړې شي.
دغه راز نوموړي ټینګار وکړ چې، د سړې هوا له رانږدې کېدو سره باید هڅه وشي، څو پروژې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې پر مخ ولاړې شي.
کابل ښاروال له پروژو څخه د تخنیکي څارنو پر دوام هم ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه چې، ټول ودانیز توکي دې له کارونې وړاندې په لابراتوار کې و آزمایل شي، څو د پروژو کیفیت تضمین شي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه ډاډ ورکوي چې، دغه اداره به له خپلو ټولو شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې هڅه وکړي، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت، انشاءالله، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ترانسپورتي آسانتیاوې زیاتې، ترافیکي ګڼهګوڼه کمه او معیاري ښاري زیربناوو ته به د ښاریانو د لاسرسي زمینه برابره شي.
_____
کابل ښاروال د سړک جوړونې او یو شمېر ټولګټو پروژو کاري پرمختګ و ارزاوه


