
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د دوامدارو هڅو په ترڅ کې، د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د ډک سلب دواړو غاړو ته د سړک د بنسټيزو برخو د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې چې، د دې پړاو له بشپړېدو وروسته د سړک قیر کولو ته زمینه برابره شي.
د یادې پروژې مدیر انجنیر خوشمحمد سیحون وايي، د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته هوايي پُل په ټولیزه توګه ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی لري او په دواړو څنډو کې یې ۴۷۲ متره استنادي دېوال هم جوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې، دغه پل پر ۹۰ فایلونو او ۶ استحکامي ستنو(پایو) باندې جوړېږي.
ورته مهال د ۳۳ مترو په شعاع او ۱۵۰ مترو په اوږدوالي د یوه دایروي رمپ او د دهنباغ له خوا د جوی شیر تر نوي سړک پورې د ۲۱۶ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په سور سره د سړک جوړولو چارې هم روانې دي.
یاد پُل په څلورو لینونو کې چې، دوه یې د تګ او دوه نور یې د راتګ لپاره دي، طرحه شوی دی. د دې پله په جوړېدو سره به وسایط وکولای شي پرته له درېدو او د ترافیکي بهیر له ګډوډۍ په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
سالنګ واټ چې، د کابل ښار یو له سوداګریزو مرکزونو او ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو څخه شمېرل کېږي، اړتیا وه څو په یاده سیمه کې هوايي پُل جوړ شي، څو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د شهرنو او صدارت څلورلارې سړک به له جوی شیر سړک سره ونښلول شي.
دغه لوستره زېربنايي پروژه تر اوسه ۸۰ سلنه پرمخ تللې او کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د روان کال په ترڅ کې یې انشاءالله بشپړه او ورسره جوخت به د ښار په دې برخه کې ترافیکي بهیر په غوره توګه تنظیم شي.
د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوایي پله د سړک بنسټیزې چارې روانې دي


