الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د لومړۍ او دویمې برخې قیرچارې بشپړې او ترافیکو پرمخ پرانیستل شو


د ګلباغ سړک د لومړۍ او دویمې برخې او د ګلباغ د دویم پله د فرش قیر چارې بشپړې شوې او یاد سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
د ګلباغ سړک لومړۍ برخه چې، له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوتي پورې ۳۱۷۶ متره اوږدوالی او دویمه برخه یې له فیصل ښارګوټي څخه د ګلباغ تر پله پورې ۲۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د کابل ښاروالۍ له خوا د پرمختللو ښاري معیارونو مطابق طرحه او د جوړېدو په حال کې دي.
په دې پروژو کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او نور جزئیات هم شامل دي، چې د جوړولو چارې یې وروستیو پړاوونو ته رسېدلي دي.
همدا راز د ګلباغ دویم پُل د اوومې او شلمې ناحیې پر ګډه پوله د کابل سیند د پاسه، د ۲۶ مترو په اوږدوالي او ۲۲ مترو په سور سره د تخنیکي معیارونو مطابق جوړشوی دی.
د دې پله او سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او په دې سیمه کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.