
د دویمې ناحیې اړوند د کابل ولایت له مخې څخه تر ماشین خانې پورې د جوی شیر نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو دا پروژه د روان کال تر پایه ان شاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا سړک د ښار د مرکزي برخو د ګڼې د ګوڼې د کمښت په موخه د ۷۸۳ مترو په اوږدوالي او د ۳۲ مترو په سور سره به معیاري توګه د جوړېدو په حال کې دی چې، تر اوسه یې ۵۰ سلنه چاري مخته تللې دي.
په دې پروژه کې د ۴ زره متر مکعب په اندازه استنادي دېوال او د ۱۸۷۶ شیروالونو جوړول هم شامل دي.
همدا راز ټاکل شوې ده د کابل ولایت مقام مخې ته هوايي پُل هم د صدارت څلورلارې له خوا له جوی شیر سړک سره ونښلول شي چې، په ښار کې به یوه بله بدیله لاره رامنځته شي.
د دې سړک او هوايي پله په جوړېدو سره به د صدارت څلورلارې، ملک اصغر څلورلارې، قوای مرکز او ده افغانانو سیمو ترافیکي بهیر ووېشل شي او په دې سیمو کې به ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي. همدا راز د دې پروژو په پلي کېدو سره به د اقتصادي فعالیتونو ودې ته هم زمینه برابره شي.
د جوی شیر نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي


