
د لسمې ناحیې اړوند له هوايي بلاکونو څخه د شه-ید سردارمحمد داود خان تر څلورسوه بستریز روغتون پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي.
دغه پروژه د ۱۱۹۶ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره د هوايي ډګر د یوه بدیل سړک په توګه د لښتیو، پلیو لارو، استنادي دېوال، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی، چې تر اوسه یې ۲۰ سلنه چارې مخته تللې دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
هڅه کېږي څو یاده پروژه د تخنیکي معیارونو مطابق د روان کال په بهیر کې ان شاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هوايي بلاکونو- سردار محمد داودخان روغتون د سړک جوړولو چارې روانې دي


