
د څلورمې ناحیې اړوند د تاجور سلطانه لېسې ته څېرمه د وزیر آباد سیمې د تفريحي پارک د جوړولو چارې ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
دغه پارک چې په ۹ زره ۶۰۰ متر مربع ځمکه کې د ۳۲۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره جوړېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکي ته یو مناسب تفریحي چاپېریال رامنځته شي.
په دې پروژه کې د احاطوي دېوال، څلورو دروازو، کټارو، پلیو لارو، ګلدانونو، د اوبو فوارو، د ساتونکي خونې، د اوبو زېرمې، زرغونې سیمې، سیوري ځای، اوږدو څوکیو، کانتین، تشنابونو، سپیک څاه او د ماشومانو لپاره د لوبو ځای جوړول شامل دي.
د وزیرآباد په سیمه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي


