
کابل ښاروالۍ د هبیتات دفتر په مرسته، د شپږمې ناحیې د ۱۷م، ۱۸م، ۱۹م او ۲۰م ګذراړوند د قلعهچتګر او غلامحسین داشونو په سیمو کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل کړې.
په دې پروژه کې چې په ټولیزه توګه ۱.۲۲۳متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري، دلښتیو جوړول هم شامل دي او ټاکل شوې چې د روان کال په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر په دې اړه وویل: د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر ستونزې هوارې او د ښاریانو د تګراتګ لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دې پروژې پلي کېدل به د یو شمېر ښاریانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو سربېره، د چاپېریال د ککړتیا په کمښت او ترانسپورتي زیربناوو ته د سیمې د اوسېدونکو د لاسرسي په برخه کې مهم رول ولري.
دغه راز د سیمې اوسېدونکو د دغې پروژې له پیل کېدو څخه هرکلی وکړ او غوښتنه یې و کړه چې، د شپږمې ناحیې په نورو برخو کې دې ورته نورې پراختیايي پروژې هم پلې شي
په ۶مه ناحیه کې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې


