
د کابل ښاروالۍ له خوا د څرخي پله بازار په سیمه کې د دولسمې او یوویشتمې ناحیې ترمنځ د نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي چې، دغه پروژه، انشاءالله، د روان کال په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې، ۱۴۱۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د یادې سیمې د دوامداره او معیاري پراختیا په موخه طرحه شوی دی.
په دې پروژه کې د ۶۲۰ مترو په اوږدوالي، ۱.۷ متره سور او ۱.۷ متره ژوروالي سره د یوه کانال، لښتيو، پلیولارو، ګلدانونو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دغه سړک جوړول به ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کیدو سربېره، د اقتصادي ودې، د غیرپلاني سیمو پلاني کېدو او د څرخي پله په سړک د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت په برخه کې هم اغېزمن تمام شي.
د دولسمې او یو ویشتمې ناحیې تر منځ د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


